یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهپاکستانۍ رسنۍ:تېره شپه څلور هندي جنګي الوتکو د پاکستان پر فضاء ګزمې...

پاکستانۍ رسنۍ:تېره شپه څلور هندي جنګي الوتکو د پاکستان پر فضاء ګزمې کړي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تېره شپه څلور هندي جنګي الوتکو کشمیر کې ګزمې کړې؛ خو له پاکستاني الوتکو سره د مخامخ کېدو وروسته بېرته وتلې دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې هند ښايي په نږدې ساعتونو کې نظامي برید وکړي.

په ورته وخت کې، ګڼو پاکستاني چارواکو او سیاسیونو د هند پر وړاندې غږ پورته کړی او هند ته خبرداری ورکوي چې د هر ډول برید ځواب به ورکړي.

کارپوهان وایي، پاکستان هڅه کوي له نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړي او پر هند د فشار فضا رامنځته کړي، څو د جګړې مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د پهلګام خونړۍ پېښې وروسته کړکېچنې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here