د پاکستان د «دهنېشن» ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، چې طالبان له پاکستان سره دوه مخی چلند کوي او د هند سره یې د پاکستان د بېثباتۍ لپاره لاس یو کړی دی.
مقاله زیاتوي چې طالبان بنسټپال دودونه تعقیبوي چې ښځې له زدهکړو او ازادیو محروموي او دا کړنې د اسلام خلاف دي.
ورځپاڼې د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال ضیاالحق د بنسټپالنې او ترهګرۍ اصلي لامل بللی، چې په ۱۹۷۹ کې یې د افغانستان جګړه د بهرنیو ځواکونو په مرسته پیل کړه او د پاکستان لپاره یې اوږدمهاله ناورین رامنځته کړ.
مقاله کې راغلي، ضیاالحق د پاکستان لپاره اتل نه، بلکې یوه تراژیدي وه او باید له هر ډول عزت څخه محروم شي.

