د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند تر کنترول لاندې کشمېر کې پر سیالانیانو د شوي برید په اړه اندېښنه ښودلې.
په داسې حال کې، چې هند، پاکستان په دغه برید کې پر لاس لرلو تورنوي، پاکستان وایي، د یاد برید په اړه اندېښمن دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي ویلي، چې دوی د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوي.
د یادونې ده چې دغه برید کې ۲۵ هندیان او یو نیپالی وژل شوی دی.
په ورته مهال بیا د کشمیر مقاومت په نوم یوې ډلې د برید مسؤلیت منلی.

