سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانپاکستاني پوځ؛په ۲۴ساعتونو کې د کونړ په مرورې او ناړۍ ولسوالیو ۲۴توپونه...

پاکستاني پوځ؛په ۲۴ساعتونو کې د کونړ په مرورې او ناړۍ ولسوالیو ۲۴توپونه ویشتلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو منلې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځ له خوا د کونړ په ناړۍ او مرورې ولسوالیو ۲۴ د توپونو بریدونه شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، چې په دې تازه بریدونو کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو د خلکو امنیت او روانه ارامه فضا لا هم له ګواښ سره مخ ده.

پاکستان په مقرر ډول نږدې هره ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو د توپونو ګوازرونه کوي او ملکي خلکو ته ځاني او مالي زیان اړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here