شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانپاکستاني پوځ؛پر کونړ له تیرو ۴۸ ساعتونو راهیسې له ۲۷۰ زیات توغوندي...

پاکستاني پوځ؛پر کونړ له تیرو ۴۸ ساعتونو راهیسې له ۲۷۰ زیات توغوندي او توپونه توغولي

د کونړ ولایت ځايي چارواکي وایي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې د پاکستان له لوري د دې ولایت پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو لسګونه توغوندیز او توپچي بریدونه ترسره شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۲۷۰ زیات توغوندي او د توپ مرمۍ توغول شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې د بریدونو له امله د استوګنې یو شمېر کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې دي.

تر اوسه د دې بریدونو له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې اوسېدونکي د دوامداره بریدونو له امله له جدي اندېښنو سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here