جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهپاکستاني پولیسو؛د لویې جرګې میدان ورانولو ته ماشینونه راوستي او هلته یې...

پاکستاني پولیسو؛د لویې جرګې میدان ورانولو ته ماشینونه راوستي او هلته یې مخابراتي شبکې پرې‌کړې دي

پاکستاني پولیسو تېره شپه ناوخته یو وار بیا د قامي لویې جرګې پر خیمې برید کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین لیکلي، چې پاکستاني پولیسو د جرګې میدان ورانولو لپاره له ځان سره غټ غټ ماشینونه هم راوړي او اوس مهال یې هلته مخابراتي شبکې بندې کړې دي.

تر اوسه لا په دې اړه وروستي معلومات نه دي ورکړل شوي.

پښتین یو وار بیا ټینګار کړی، چې دا جرګه به په هر ډول حالاتو کې ترسره کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here