پاکستاني پولیسو خیبر کې د قامي لویې جرګې لپاره لګول شویو خیمو ته اور ورته کړی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي، د پاکستاني پوځیانو او پولیسو د موټریز کاروان شمېر تر سلو اوښت، چې لګول شوې خیمې یې ړنګې کړې، سیار تشنابونه یې له منځه یوړل او د اودسونو لپاره لګول شوې ټانکۍ یې سورۍ کړې.
د دوی د معلوماتو له مخې، د پولیسو په ډزو کې د پي ټي ایم یو شمېر غړي ټپیان شوي هم دي.
بل لورته منظور پښتین له خلکو غوښتي چې د قامي جرګې میدان ته راټول او د پولیسو مخه ونیسي.

