سیمهییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د پاکستان پولیس له بېلابېلو سیمو د قامي لویې جرګې لپاره راټول شوي ځوانان نیسي او بیا یې نامعلوم لوري ته له ځان سره بیایي.
د معلوماتو له مخې، پولیس جرګې ته د راتلونکو قومونو او خلکو د راتګ مخنیوی هم کوي.
په ورته مهال منظور پښتین له خلکو غوښتي چې پولیسو ته ځانونه په واک کې ورنه کړي.
بل لور ته د اپريدو قوم مشر ملک نصير احمد له ځوانانو سره يو ځای د پښتون قومي عدالت جرګې پينډال ته داخل شوی او په ځوانانو يې غږ کړی چې بېرته سره راټول شي.
نوموړي ويلي، په هېڅ صورت نه پر شا کيږي او ميدان تقريباً بېرته دوی نيولی دی.

