پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهپاکستاني جټ الوتکو؛پښتونخوا کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی

پاکستاني جټ الوتکو؛پښتونخوا کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی

د خیبر پښتونخوا سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پاکستان جنګي الوتکو تېر ماښام د خیبر ولسوالۍ تیراه سیمه بمبار کړې ده، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، الوتکو د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي دي.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، لا هم د ژغورنې ډلې د مړو د جسدونو د را ایستلو هڅې کوي او ګڼ کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.

پاکستاني چارواکو او پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here