سیمهییزې سرچینو ویلي، چې تېره شپه دوولس بجې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار باندې پاکستاني جټ الوتکو بمبار کړی؛ خو ځاني زيان نه لري.
سرچينه زياتوي چې په دې بازار کې شاوخوا ۱۰ دوکانونه په بشپړ ډول وران او ځينې سوځېدلي او د بازار د ټولو دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام پاکستان پر کابل هم برید کړی وو.

