د پاکستان د ملي بحران سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې له جون میاشتې راهیسې د سختو بارانونو له امله ۱۱۱ کسان وژل شوي، چې په کې ۵۳ ماشومان شامل دي.
دا کسان تر ډېره د برېښنا مزو سره د لګېدو او سېلابونو له امله مړه شوي دي.
تر ټولو ډېر تلفات بیا د پاکستان ګڼ نفوس ایالت پنجاب کې ثبت شوي دي.
یادې ادارې ویلي چې دا مرګژوبله له ۲۶ جون تر ۱۴ جولای پورې رامنځته شوې او خبرداری یې ورکړی چې نور سخت بارانونه د پاکستان شمالي او شمالختیځو سیمو ته په لاره دي.

