د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) ویلي چې د هند د استخباراتي ادارې RAW پورې تړلي ۱۲ کسان یې نیولي او د وسلو، چاودېدونکو توکو، ډیټونیټرونو، د تیار شویو چاودېدونکو وسیلو (IED) او نغدو پیسو لویه اندازه یې ترې ترلاسه کړې ده.
د CTD د معلوماتو له مخې، له لاهور څخه نیول شویو کسانو کې سُخدیپ سېنګ، عظمت، فایزان، نبیل، ابرار، عثمان او سرفراز شامل دي، په داسې حال کې چې دانش په فیصلاباد کې نیول شوی دی.
چارواکي وايي چې نیول شویو کسانو د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د سترې ترهګریزې حملې د ترسره کولو پلان درلود.
د CTD ویاند زیاتوي چې موضوع تر لا نورو پلټنو لاندې ده.

