د پاکستان پوځ ویلي، چې د هند دوه جنګي الوتکې او یو بېپیلوټه الوتکه یې را نسکوره کړې ده.
امنیتي سرچینې هم وايي چې پاکستان د هند پر څو نظامي مرکزونو بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هند هوايي ځواکونو تېره شپه د پاکستان پر شپږو بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه کړې، چې له امله یې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

