د پاکستان پوځ د سې شنبې پر شپه په افغانستان کې د هوايي بریدونو راپورونه رد کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي چې هېواد یې هېڅکله بېګناه ملکي وګړي نه په نښه کوي او د طالبانو حکومت څرګندونې یې رد کړې دي.
د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې د خوست د ګربز ولسوالۍ کورونه هدف شوي.
د یادونې ده چې په خوست، کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله یوه مېرمن او ۹ ماشومان وژل شوي دي.

