د پاکستان د کراچۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې د ګاز نللیکې چاودنې لس تنه وژلي او لږ تر لږه ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
ځایي چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د څو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او ډاکټران یې د ژغورلو هڅې کوي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د ګاز د لیک له امله رامنځته شوې چې وروسته یې چاودنه کړې ده.
چاودنې د ودانۍ ځینې برخې سختې زیانمنې کړې دي.
د ژغورنې او بیړني خدمتونو ډلې سیمې ته رسېدلي او د خاورو لاندې د نورو احتمالي قربانیانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
چارواکي وايي د پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

