جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان؛کراچۍ کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو له کبله هوايي ډزو...

پاکستان؛کراچۍ کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو له کبله هوايي ډزو کې ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اګست ۱۴مې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د هوايي ډزو له امله د يوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي او له اويا ډېر نور ټپيان شوي دي.

د ځایي پوليسو د معلوماتو له مخې، ډېری ټپيان د مرميو او د ښيښو د ماتېدو څخه ژوبل شوي دي.

پوليس وايي، د دغو پېښو په تړاو له شلو زيات کسان نيول شوي او پلټنې روانې دي.

د یادونې ده چې د کراچۍ په ګڼ مېشتو سيمو کې هر کال د خپلواکۍ په شپه هوايي ډزې د مرګ‌ژوبلې لامل ګرځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here