شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان؛په پنجاب ایالت کې د پاکستاني پوځ یوه تعلیمي الوتکه غورځېدلې

پاکستان؛په پنجاب ایالت کې د پاکستاني پوځ یوه تعلیمي الوتکه غورځېدلې

د پاکستان د هوايي ځواک یوه تعلیمي الوتکه د پنجاب ایالت د وهاري ولسوالۍ ته څېرمه د تخنیکي ستونزې له امله را لوېدلې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، الوتکه د روزنیز ماموریت پر مهال د فني خرابۍ له امله کنټرول له لاسه ورکړی او د لودان سړک ته نږدې کرنیزه سیمه کې راپرېوتې ده.

د پوځ په وینا، دواړه پیلوټان د پیراشوټ له لارې له الوتکې راوتلي او یوازې لږ ټپونه یې اخیستي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د پېښې د دقیقو لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here