د پاکستان د طبيعي پېښو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی چې په پنجاب او ازاد جمو کشمیر کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو وېره شته.
یادې ادارې ویلي، چې په لاهور، سیالکوټ، ګوجرانواله او ګڼو نورو ولسوالیو کې د بارانونو امکان شته.
د یادو سیمو اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې چې له سیندونو، د غرونو له لمنو او ټیټو سیمو څخه خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې خیبر پښتونخوا او د پاکستان ګڼو سیمو کې سیلابونو سلګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

