چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان؛په سند ایالت کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۲۵...

پاکستان؛په سند ایالت کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۲۵ تنو ته پورته شوی

د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي، د سند ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ډینګي تبه لا هم په چټکۍ خپرېږي او یوازې پرون یې د څلور نورو کسانو ژوند واخیست.

له دې سره په روان کال کې د دې ايالت د مړه شويو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

وزارت زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سند کې ۱۱۹۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، او روغتیايي بنسټونه د ناروغانو له زیاتوالي سره د مقابلې لپاره تر سخت فشار لاندې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here