چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانپاکستان؛په اسلام‌اباد هوایي ډګر کې لسګونه افغانانو ته د قانوني اسنادو سربېره...

پاکستان؛په اسلام‌اباد هوایي ډګر کې لسګونه افغانانو ته د قانوني اسنادو سربېره د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې

یو شمېر افغانانو شکایت کړی چې د اسلام‌اباد په هوایي ډګر کې، سره له دې چې قانوني ویزې او بشپړ اسناد یې لرل، د کابل پر لور د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې او الوتنه یې لغوه شوې ده.

د راپورونو له مخې، هر مسافر شاوخوا ۵۸ زره پاکستانۍ کلدارې مالي زیان لیدلی.

پاکستاني خبریال طاهر خان ویلي، چې لږ تر لږه ۳۲ افغان مسافرو د کام‌ایر الوتکې ته د ختلو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

نوموړي د پاکستان له چارواکو غوښتي چې دا موضوع وڅېړي.

دا ستونزه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان او پاکستان ځمکنۍ لارې تړلې دي او افغانان یوازې د هوایي لارې له سختو محدودیتونو سره تګ راتګ کولی شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here