د پاکستان د پنجاب ایالت پراخې سیمې د ستلج، راوي او چناب سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله ډوبې شوې دي.
چارواکي وايي، تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او له ۶۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سختو بارانونو او د هند له بندونو د اوبو خوشې کېدل د سېلابونو اصلي لاملونه دي.
تر اوسه له ۱۵۰ زرو زیات کسان او لسګونه زره څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او په ۷۰۰ کلیو کې د مرستې کمپونه جوړ شوي دي.
ملي ادارې د طبیعي پېښو د مدیریت خبرداری ورکړی، که د قادراباد بند مات شي، د حافظاباد او چنیوټ سیمې به له لوی ګواښ سره مخ شي.

