چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان؛پنجاب ایالت کې د طوفان له امله ۸ کسان وژل شوي او...

پاکستان؛پنجاب ایالت کې د طوفان له امله ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي

راپورونه وايي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو بادونو او طوفاني بارانونو له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ویاند په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د جيونیوز د راپور له مخې، ډېره مرګ‌ژوبله د زړو ودانیو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، ژغورونکې ډلې د ځپل شویو سیمو د پاکولو او مرستندویو عملیاتو لپاره پر هڅو بوختې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here