د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصلاباد کې د کیمیاوي موادو یوې فابریکې کې د اور لګېدنې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي چې د اور زور دومره ډېر و، چې د فابریکې ترڅنګ د څو کورونو چتونه هم راپرېوتل.
د ژغورنې ډلې چارواکو څرګنده کړې چې عملیات لا هم روان دي او احتمال شته چې د ویجاړ شویو ودانیو لاندې نور کسان هم بند پاتې وي.

