یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانپاکستان؛د پي‌او‌ار افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر سپټمبر لومړۍ نېټې وغځوله

پاکستان؛د پي‌او‌ار افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر سپټمبر لومړۍ نېټې وغځوله

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې حکومت د پي‌او‌ار کارټ لرونکو افغان کډوالو د ایستلو موده د سپټمبر لومړۍ نېټې پورې غځولې ده.

چارواکي وايي، دا اقدام د افغان کډوالو په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره شوی دی.

له دې وړاندې وروستۍ نیټه د جولای تر پای وه؛ خو دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ایستلو پر سیاست اندېښنه وښوده.

راپورونه زیاتوي، د سپټمبر له لومړۍ وروسته به د دغو افغانانو د ایستلو لړۍ رسماً پیل شي او ایالتي حکومتونه د عملي پلان جوړولو مأمور شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here