پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) له لوري د ترهګریزو بریدونو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې پر ضد یې عملي او باوري ګامونه واخلي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا غوښتنه په کابل کې د درې اړخیزې غونډې په څنډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال کړې.
پاکستاني لوري د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
متقي په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو د فعالیت لپاره نه پرېښودل کېږي.

