پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له نږدې دوو میاشتو وروسته، تورخم او سپینبولدک لاره به بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیستل شي.
د معلوماتو له مخې، د مرستو په لومړي پړاو کې به د ملګرو ملتونو د درېیو ادارو ۱۴۳ کانټینرونه افغانستان ته داخل شي.
تر اوسه د طالبانو حکومت په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

