تېره ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې د موټر بم برید او نښتې له کبله لږ تر لږه ۱۱ پاکستاني سرتېري او د ټيټيپي ۱۲ وسلهوال وژل شوي وه؛ چې ددې پېښې په غبرګون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د طالبانو حکومت د سفارت مرستیال احضار کړی او خپل سخت اعتراض یې وړاندې کړی.
پاکستان ویلي، دا ډول بریدونه د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې که اړتیا وي، پر افغانستان هوایي بریدونه هم ترسره کېدای شي.
د وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، ټيټيپي د افغانستان خاورې څخه خوندي فعالیت کوي؛ خو د فعالیتونو د محدودولو لپاره هیڅ عملي اقدام نه دی شوی.

