افغان چارواکي وایي چې پاکستاني چارواکي سبا (شنبې) د تورخم سرحدي دهلېز بېرته پرانیزي، خو دا ځل یوازې د هغو افغانانو د ستنېدو لپاره چې غواړي خپل هېواد ته راستانه شي.
د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو ویاند، عابدالله فاروقي، ویلي چې دا پرېکړه د دواړو لوریو د همغږۍ په ترڅ کې شوې، تر څو هغه افغانان چې د بېکوره کېدو له امله له پاکستانه ستنېږي، وکولای شي بېرته خپل هېواد ته داخل شي.
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې لسګونه افغان کورنۍ د خیبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې په یوه لنډمهاله کمپ کې ساتل کېږي، څو د پولو له پرانیستو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

