شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانپاکستان؛افغان لوري سره د غلام خان پر بندر تګ راتګ تړلی

پاکستان؛افغان لوري سره د غلام خان پر بندر تګ راتګ تړلی

پاکستان له افغانستان سره د خوست ولایت په غلام خان پوله د تګ راتګ دروازه تړلې او د پاسپورټ او ویزې سخت شرایط یې عملي کړي دي.

سیمه‌ ییزې سرچینې وایي، د پخوا په پرتله اوس هغه کسان هم له تګ راتګ منع شوي چې پخوا یې د غیر رسمي “ټوکنونو” له لارې د تېرېدو اجازه لرله.

د نوې پالیسۍ له امله ګڼ مسافر د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي او د سوداګرۍ او ترانسپورتي چارو د خنډېدو اندېښنې راپورته شوې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here