د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ پاشدان بند نن د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي ویلي، دغه بند د وچکالۍ د کمېدو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره مهم دی.
پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، ۱۳ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
ملا برادر د ملي او سیمهییزو پروژو ملاتړ ته د طالبانو د حکومت ژمنتیا څرګنده کړه او پر پانګوالو یې غږ و
کړی چې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

