تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ویلي، چې د دوی مشر نورولي محسود ژوندی دی او هغه هیڅکله کابل کې نه و.
ټيټيپي زیاته کړې، چې موږ د کرښې پورې غاړه د پاکستان د پوځ پر وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکوو.
ټيټيپي د خپل مشر نور ولي محسود یوه غږیزه ثبت شوې مرکه خپره کړې، چې پکې د نېټې او وخت یادونه شوې او هغه پخپله وایي چې ژوندی دی.
راپور زیاتوي، چې د محسود څو غږیز پیغامونه په بېلابېلو رمز شوو (encrypted) ډلو کې خپاره شوي، څو د هغه د ژوند ثبوت وړاندې کړي.
بل لورته یو شمېر پاکستاني اکونټونو لیکلي، چې د کابل ښار په عبدالحق څلورلارې کې په لنډکروزر موټر کې پاکستاني جنګي الوتکو د ټيټيپي مشر مفتي نور ولي محسود وژلی.

