پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان ډلې د الخندق پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
دا عملیات، چې پاکستان کې د شرعي نظام د نافذولو لپاره په پسرلي کې پیلیږي، د پاکستان د پوځ، امنیتي ادارو، او استخباراتي شبکو پر ضد ترسره کېږي.
ټيټيپي وایي، سږکال به دغو عملیاتو کې فدایي بریدونه، تعرضي حملې، هدفي بریدونه او د نویو لیزري وسلو پر مټ بریدونه شامل وي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو بریدونو لپاره یې دا ځل ګوریلایي قطعه هم چمتو کړې.
پاکستاني ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

