د تحريک طالبان پاکستان یا ټيټيپي وایي، که پوځ پر دوی پوځي عملیات کوي؛ نو دوی به د پوځیانو کورونه په نښه کوي.
یادې ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ډلې پر ضد د عملياتو په غبرګون کې به د امنيتي چارواکو پر کورونو په جنوبي خيبر پښتونخوا او د ملاکنډ په وېش بريدونه وکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې پښتونخوا کې د ټيټيپي بریدونو تر بل هر وخت زور اخیستی.

