د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د پاکستاني پوځ پر ضد «مقدس جهاد» ته دوام ورکوي.
دغې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان کې د شریعت نافذول د دوی مهم هدف دی.
اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی جنګ یوازې د پوځ، امنیتي ادارو او د هغوی د همکارانو پر ضد دی، نه د عامو خلکو پر ضد.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د شانګلې خلک دې د ټيټيپي ملاتړ وکړي او د پوځ سره دې همکاري نه کوي.

