تحریک طالبان پاکستان ډلې پر اکوړه خټک حقانیه مدرسې برید د پاکستان د څارګرې ادارې یا ای ایس ای کار بللی.
یادې ډلې یوې اعلامیه کې دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا برید د علماوو او مذهبي مشرانو د خاموشه کولو لپاره ترسره شوی.
اعلامیه کې ویل شوي، چې مولانا سمیع الحق د طالبانو ملاتړ کاوه او د دولتي فشارونو باوجود یې د هغوی پر خلاف فتوا ورکول نه منل، چې له همدې امله وژل شوی.
ټيټيپي دغه راز خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه به د دیني علماوو آواز چوپ نه کړي، بلکې د حق داعیان به لا نور پیاوړي شي.

