جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهټي‌ټي‌پي:جنوبي وزیرستان کې خپل یو غړی د دیني عالم د وژنې په...

ټي‌ټي‌پي:جنوبي وزیرستان کې خپل یو غړی د دیني عالم د وژنې په تور په ډزو وژلی

په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌والو خپل یو غړی د یوې عامې محکمې په ډول د خلکو پر وړاندې په ډزو وژلی دی.

دغه کس د سیمې د یو دیني عالم په وژلو تورن شوی و.

یاد دیني عالم، مولانا سناالله، څو ورځې وړاندې هغه مهال په ډزو ووژل شو چې ښوونځي ته پر لاره روان و.

د سیمې خلکو دغه پېښه د ټولنې پر دیني او تعلیمي فضا دروند ګوزار بللی دی.

ټي‌ټي‌پي ویلي، چې د هر چا د ناوړه اعمالو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او سزا ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here