ټيټيپي ډلې هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې دوی له افغانستان څخه خپل بریدونه پلانوي.
یادې ډلې په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په خیبرپښتونخوا کې فعالیت لري او که نړۍوالې رسنۍ یې تضمین ورکوی شي؛ نو دوی چمتو دي چې ان له خپلو مشرانو سره ورته د مرکې زمینه هم برابره کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، هغه ویډیو چې په رسنیو کې د دوی د مشرانو نشره شوې، چې ګواکې په افغانستان کې دي، هغه د چترال د جنګ ویډیو ده.
دوی یو وار بیا پاکستان کې په جګړې ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼو پاکستاني سیاستوالو هم په وار وار د طالبانو په حکومت تور ولګوه چې دوی افغانستان کې ټيټيپي ډلې ته ځای ورکړی.

