د کاناډا حکومت ویلي، چې د طالبانو له لوري د دوی د یو متقاعد سرتېري نیولو موضوع څېړي او دا د کاناډا په لومړیتوبونو کې ده.
د دغه هېواد لومړي وزیر جاسټین ټروډو ویلي، چې د نیول شوي سرتېري ډېوېډ لاوري کورنۍ سره قونسلي ملاتړ شوی او د دوی حکومت په دې برخه کې له ټولو لارو هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي.
تر دې وړاندې کاناډايي رسنۍ خبر ورکړی وو، چې طالبانو په کابل کې متقاعد کاناډايي پوځي ډېوېډ لاوري نیولی دی.
تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

