د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلې مېرمنې ميلانيا ټرمپ سره يو ځای د پاپ فرانسيس د جنازې د مراسمو د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې روم ته رسېدلی دی.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، لسګونه نړیوال مشران به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي، د بريتانيا لومړی وزير کيير ستارمر او د فرانسې ولسمشر ايمانوئل ماکرون د هغو مهمو مشرانو له ډلې دي چې د ګډون لپاره روم ته روان شوي دي.
پاپ فرانسيس، چې د نړۍ د کاتوليکانو معنوي مشر و، د ثور پر لومړۍ نېټه، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.
له بلې خوا، راپورونه ښيي چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين به په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړي.
د پاپ فرانسيس جسد د چهارشنبې له ورځې راهیسې د درې ورځو لپاره د واتیکان په سنت پیتر کلیسا کې د خلکو د ليدو لپاره ايښودل شوی دی.

