د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناامیده شوی دی.
ټرمپ ویلي، فکر یې کاوه چې پوتین به د خپلو خبرو درناوی وکړي، خو «ښکلي خبرې کوي، او بیا شپه مهال خلک بمباروي.»
نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مریلند په اندروز هوایي اډه کې وکړې.
ټرمپ زیاته کړې چې د روسیې له وروستیو بریدونو وروسته، له پوتین څخه خواشینی شوی او د سولې خبرې یې بېمانا بللې دي.
روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکراین پراخ هوایي بریدونه کړي او زرګونه ډرونونه او توغندي یې کارولي دي.

