جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ:د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره قوي دوستانه اړیکې...

ټرمپ:د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره قوي دوستانه اړیکې لرم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د ګډې مطبوعاتي ناستې پر مهال ویلي، چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره قوي دوستانه اړیکې لري.

هغه ویلي، چې محمد بن سلمان یو فوق العاده شخص دی او موږ ورسره ډېرې ښې اړیکې لرو.

ټرمپ تر دې مخکې هم له سعودي عربستان سره د خپلو قوي او دوستانه اړیکو یادونه کړې وه.

نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې سعودي عربستان ته سفر کړی و او تمه کېږي چې د هغه د دویمې دورې د حکومت لومړنی بهرنی سفر به هم سعودي عربستان ته وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here