د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرکزي بانک پر رئیس جیروم پاول سختې نیوکې کړې او هغه یې احمق بللی.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي مشرانو په غونډه کې وویل، پاول «احمق» دی او باید د سود کچه راټیټه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې سود باید یو سلنې ته راټیټ شي، ځکه چې اوسنی تورم د اقتصاد لپاره جدي اندېښنه نه ده.
د ټرمپ دې نیوکو او د پاول پر ضد ګواښونو مالي بازارونه اندېښمن کړي چې ښايي ټرمپ غواړي د مرکزي بانک خپلواکۍ ته زیان ورسوي او سیاستونه یې کنټرول کړي.
پاول تر اوسه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

