یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ؛مایک والټز له دندې لیرې او مارکو روبیو یې د ملي امنیت...

ټرمپ؛مایک والټز له دندې لیرې او مارکو روبیو یې د ملي امنیت سلاکار وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په خپله اداره کې د یوه بیساري بدلون په ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې لیرې کړ او پر ځای یې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکلی دی.

ټرمپ ویلي، والټز به ملګرو ملتونو ته د امریکا د سفیر په توګه معرفي کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې والټز د امنیتي معلوماتو د افشا کېدو په یوه رسوایۍ کې ښکېل شو.

د ملي امنیت د سلاکار مرستیال الکس وونګ هم له دندې لیرې شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here