هندي رسنیو راپور ورکړی چې هند هڅه کوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو سربېره خپل هېواد ته ور وبولي.
د ټایمز اف اندیا د راپور له مخې، هند له طالبانو سره په تماس کې دی څو د متقي د سفر زمینه برابره کړي.
د طالبانو حکومت استازي سهیل شاهین ویلي، دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د وزیرانو په کچه لیدنې ترسره کړي.
تمه ده هند د سفر د نېټې تر ټاکلو وروسته د امنیت شورا څخه د بندیز د معافیت غوښتنه وکړي.
تېره میاشت د امیرخان متقي سفر ځکه لغوه شو چې امنیت شورا ورته د سفر اجازه ورنه کړه.

