سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانټاس:مسکو کې د کروکوس کنسرت بریدګر په افغانستان او ترکیه کې روزل...

ټاس:مسکو کې د کروکوس کنسرت بریدګر په افغانستان او ترکیه کې روزل شوي وو

د روسیې دولتي خبري آژانس “ټاس” راپور ورکړی چې د مسکو د کروکوس کنسرت تالار د تېر کال برید عاملین په ترکیه او افغانستان کې روزل شوي وو.

راپور وایي، لږ تر لږه یو بریدګر د ترهګریزو بریدونو روزنه په افغانستان کې ترلاسه کړې وه.

د ټاس د راپور له مخې، څلور واړه تورن کسان د تاجیکستان اتباع دي، چې له جون ۲۰۲۳ تر مارچ ۲۰۲۴ پورې په ترکیه کې روزل شوي وو.

ویل شوي چې یو تن تورن، مرادعلي رجب‌علي‌زاده، له جعلي اسنادو سره افغانستان ته تللی و څو هلته د ترهګرۍ روزنه ترلاسه کړي.

داعش د دغه خونړي برید مسؤلیت منلی و.

دا برید د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د مسکو په کروکوس کنسرت تالار کې وشو چې بریدګر د یوه کنسرت د پیل په درشل کې تالار ته ننوتل، پر خلکو یې ډزې وکړې، وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه او وتښتېدل.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان وژل شوي و او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here