د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي کمشنر ولکر ترک وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو، څلور کاله وروسته ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه حذف شوې دي.
هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې کې وویل، د افغان ښځو روغتیايي خدمتونو او بشري حقونو ته لاسرسی ډېر محدود شوی دی او اوس هلته پر زېږون د میندو مړینه زیاته شوې.
هغه د ایران او پاکستان له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو د را اېستلو په اړه خبرداری ورکړی.
په همدې حال کې بیا ریچارډ بنټ هم ویلي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څېړنې لپاره باید د څېړنې ځانګړې ډله جوړه شي.

