جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانولفګنګ پیتریش:نړیواله ټولنه باید طالبان مجبور کړي چې له خپلو مخالفو لوریو...

ولفګنګ پیتریش:نړیواله ټولنه باید طالبان مجبور کړي چې له خپلو مخالفو لوریو سره خبرو ته کیني

د اتریش د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ مشر ولفګنګ پیټریش ویلي چې نړیواله ټولنه باید طالبان دې ته مجبوره کړي چې له خپلو مخالفینو سره خبرې پیل او سیاسي حل لارې ومني.

پیتریش همداراز له طالبانو سره د مخالفت کوونکو ډلو غوښتنه کړې چې د ویانا په ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د پرېکړو په کولو کې فعاله ونډه واخلي.

د اتریش د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ مشر او د ویانا د ناستې کوربه، د طالبانو د مخالفو ګوندونو او سیاسي څېرو پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د افغانستان په اړه د پرېکړو په کولو کې دخیل وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here