جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهولادیمیر پوتین:په اوکراین کې بهرني ځواکونه به د روسیې د پوځ مشروع...

ولادیمیر پوتین:په اوکراین کې بهرني ځواکونه به د روسیې د پوځ مشروع هدف وي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې هر هغه بهرني ځواکونه چې اوکراین ته واستول شي، د مسکو له‌خوا به د “قانوني هدف” په توګه په نښه شي.

پوتین دا څرګندونې د ختیځ اقتصادي فورم په غونډه کې څو ساعته وروسته له هغې وکړې چې اروپايي مشرانو د احتمالي سوله‌ساتو ځواکونو د استولو خبره بیا تازه کړه.

هغه وویل، اوس چې جګړه روانه ده، د بهرنیو ځواکونو حضور به د روسیې له نظره د زغملو وړ نه وي.

پوتین د سولې له احتمالي تړون وروسته د سوله‌ساتو ځای پر ځای کول هم رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د امنیت تضمینونه باید د مسکو او کییف دواړو لپاره برابر شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here