د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په خپل تازه پیغام کې ویلي، چې دا ورځ د روسیې د پوځي تاریخ له حساسو او اغېزناکو پړاوونو څخه شمېرل کېږي.
پوتین ټینګار کړی، چې د شوروي پوځ سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال له سختو شرایطو سره مخ وو، خو د ده په خبره، هغوی زغم، انضباط او مسوولیت ښودلی او دا تجربه د روسیې لپاره د یو مهم تاریخي درس په توګه پاتې شوې ده.
بل لور ته، شنونکي وايي، د افغانستان جګړه د پخواني شوروي اتحاد لپاره د سیاسي، اقتصادي او پوځي لګښتونو له پلوه درنه تمامه شوه او د دغه هېواد د نړیوال نفوذ په کمېدو کې یې مهم رول درلود.
شاوخوا ۳۷ کاله وړاندې د شوروي پوځ وروستۍ قطعات د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل او له دې سره لس کلنه جګړه پای ته ورسېده.

