د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر مذهبي مشرخامنهای او د هغه د کورنۍ د غړو وژل کېدل «ظالمانه» او «د انساني اخلاقو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه» وبلله.
کرملین په یوه خپاره شوي پیغام کې وویل چې پوتین د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته په استولي لیک کې خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندې کړې دي.
په پیغام کې راغلي: «مهرباني وکړئ د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر مشر سید علي خامنهای او د هغه د کورنۍ د غړو د وژنې په تړاو، چې د انساني اخلاقو او نړیوالو قوانینو د ټولو اصولو په سپکاوي ترسره شوې، زما ژور تسلیتونه ومنئ.»
پوتین زیاته کړې چې خامنهای به په روسیه کې د «یو پیاوړي دولتي شخصیت» په توګه یادېږي، چې د روسیې او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د هراړخیز ستراتېژیک مشارکت کچې ته د رسولو کې یې مهم شخصي رول درلود.

